د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سيلابونه: د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي


په پاکستان کې د وسي او پشکال بارانونو او سيلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. پخوانی انځور
په پاکستان کې د وسي او پشکال بارانونو او سيلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. پخوانی انځور

په سيند صوبه کې د سيلاب ځپلو د ژغورلو پر مهال د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د سیند د جامشورو ډپټي کمیشنر فرید الدین مصطفی رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د اګست پر ۲۹مه د سیهون په بلال پور سیمه کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال شوې ده.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادرې (پي ډي اېم اې) وايي چې د جون له ۱۴مې راهيسې د اګست تر ۲۹ پورې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۱۳۶ ته رسېدلی دی.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اګست پر ۲۹مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په بارانونو او سيلابونو کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي او د ده په وينا، ۳۳ ميليونه اغېزمن شوي دي.

د پاکستان حکومت د سيلاب سره د تړلو چارو د همغږې کولو لپاره د د نېشنل فلډ رسپانس اېنډ کوارډينېشن په نوم نوی مرکز اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د اګست پر ۲۹مه نېټه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د واکمن ګوندونو په غونډه کې شوې ده.

په غونډه کې د پوځ مشرتابه، د ټولو صوبو اعلا وزیرانو، وفاقي وزیرانو او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکيو ګډون وکړ.

د غونډې په اړه شهباز شريف د اګست پر ۲۹مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د مرکز کار به د طبعي ناورينونو د مخنيوي ادارې، د حکومتي او مرستندويه ادارو ترمينځ د پل رول اداکوي.

په پاکستان کې د جون په میاشت کې د وسې او ورپسې د پشکال د بارانونو او سيلابونو له وجې ځاني او ملي زیانونه اوښتني دي. تر ټولو زیات زیان سيند او بلوچستان او ورپسې په خيبر پښتونخوا کې رسېدلی دی. سيلابونو د پنجاب په جنوبي ضلعو کې هم تاوان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG