د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې د کښتۍ ډوبېدو لږ تر لږه ۱۰کسان وژلي دي


د ډوبو شويو خلکو د موندلو کوښښونه روان دي
د ډوبو شويو خلکو د موندلو کوښښونه روان دي

د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د اوبو په يو بند يا ډېم کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

په بیړنيو حالاتو کې د ژغورنې د کارونو کوونکې ادارې،‌ ریسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې ژغورونکو ۱۷ کسان له اوبو ایستلي دي چې ۵ پکې ژوندي دي خو حالت یې ښه نه دی. خو وروسته ځايي پولیسو مشال راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي دي.

د فیضي په وينا ځايي خلکو ورته ويلي چې په کښتۍ کې خوا او شا ۲۵ کسان سپاره وول. نوموړي زیاته کړه چې تاندا ډېم ډير لوی دی نو ځکه د ټولو خلکو راايستل ډير وخت اخلي خو په خبره یې چې د ډوبو شويو کسانو د ايستلو هڅې روانې دي.

د کواټ پوليسو يو چارواکي عبدالروف بیا مشال راډيو ته ويلي‌چې ډوب شوي ټول، د ميرباز خيل مدرسې زده کوونکي ماشومان وو. د هغه په وينا د مدرسې زده کونکي دغه سيمي ته سېل لپاره ورغلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG