د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا خان او ولي‌خان په اړه سیمینار کې سیاستوالو د پښتنو د حقونو غوښتنه وکړه


د باچا خان او ولي خان د ژوند او کار په اړه په اسلام اباد کې د سیمینار يوه برخه
د باچا خان او ولي خان د ژوند او کار په اړه په اسلام اباد کې د سیمینار يوه برخه

په اسلام اباد کې د "باچا خان، ولي خان او يويشتمه پيړۍ" تر عنوان لاندې يو سیمينار کې ګډنوالو د پښتنو د حقونو او امن غوښتنه وکړه.

د عومي‌ نېشنل ګوند لخوا جوړ شوي دې سيمينار کې د پيپلز ګوند، جمعيت علمای اسلام (ف)، پښتون ژغورنې غورځنګ او ځينو نورو ګوندونو مشرانو سیاستوالو ګډون کړی وو. د جنورۍ پر ۲۸مه شوې دې غونډه کې ګډونوالو د پښتنو مشرانو، ولي خان او باچا خان د ژوند او کار په اړه د ويناوو کولو تر څنګ په روانو حالاتو هم خبرې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وويل چې باچا خان د پښتنو د حقونو په سیاست کې له ۳۰ کلونو زیاته موده په زندانونو کې تېره کړې وه. هغه ادعا وکړه چې کوم سلوک د هغه مهال ریاست د باچا خان سره کاوه، اوس هم روان دی.

نوموړي زیاته کړه: "باچا خان د خپل قام خبره کوله نو په زندان کې به اچول کېده. همدا حال اوس هم روان دی. علي وزير د خپل قام د حق خبره کوي نو ځکه په جيل کي بند دی. زه وايم هيڅ نه دي بدل شوی. د پي ټي اېم غړي چې په هر ځای کې جلسه کول غواړي، نيول کيږي. موږ د امن خبره کوو خو بیا مو هم نیسي."

عبدالغفار خان چې په باچا خان مشهور وو، د خدایي خدمتګار تحریک بنسټګر وو. دې تحريک په ۱۹۲۹ کال کې کار پيل کړ. هغه دا یو غیر سیاسي او د پښتنو ترمینځ د ورورګلوي تنظیم باله. خو باچا خان د دې تر څنګ سیاست هم کاوه. هغه د پښتنو لپاره د حقونو د سیاست په وخت لومړی د برتانوي او بیا په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر جوړيدو وروسته، د پاکستاني حکومت لخوا په بېلابېلو تورونو زندان ته وړل شوی وو.

د اسلام اباد په سيمينار کې، د جميعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وويل چې که څوک په حقيقي ازادۍ ځان پوهول غواړي نو د باچاخان د ژوند او مبارزې په اړه دې ولولي. هغه زیاته کړه چې د پښتنو لپاره، د باچاخان کار ډير د قدر وړ دی.

فضل الرحمن د روانو حالاتو په اړه وويل چې په خیبر پښتونخوا کې بايد د ناامنۍ مخه ونیول شي. هغه د تحريک انصاف پر تير حکومت نيوکې وکړي چې په وينا یې د ناامنۍ مخنيوي لپاره یې هېڅ‌ پروګرام نه درلود. خو د تحريک انصاف تير حکومت چارواکو، دا تورونو رد کړي دي.

د اسلام اباد په سیمینار کې د عوامي‌نېشنل ګوند پخواني مشر او سياستوال ولي خان د ژوند پر کار او ژوند هم خبرې وشوې. د هغه لمسي او په خيبر پښتونخوا کې د دغه ګوند مشر ايمل ولي خان وويل چې ګوند یې د باچا خان د عدم تشدد او د ولي خان د پښتنو د حقونو د سیاست پر نظریې ولاړ دی. هغه زیاته کړه چې د پښتنو په سيمو کې د امن، پر خپلو وسايلو د اختيار او جمهوريت لپاره به خپل کار جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG