د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايمل ولي: که حکومت کې راغلو نو د بابړې پېښې پلټنې به کوو


ايمل ولي: که حکومت کې راغلو نو د بابړې پېښې پلټنې به کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:06 0:00

د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر ايمل ولي خان ويلي چې هغوی دا "تېروتنه" کړې چې په صوبه کې يې د خپل حکومت پر مهال د بابړې د پېښې "سمې پلټنې" ونه کړې. نوموړي د اګست پر ۱۲مه د چارسدې په بابړه کې د وژل شویو کسانو پر یادګار تر حاضرۍ وروسته مشال راډيو ته وويل چې که بيا موقع په لاس ورغله نو د بابړې د پېښې "صحيح پلټنې" به کوي او د دې قضيې "فيصله" به کوي. د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت حکومتي ځواکونو د خدايي خدمتګار تحریک د زرګونو غړو پر احتجاجي لاریون ډزې کړې وې چې پکې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. خو د هغه وخت حکومت په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر خورا کم ښوولی وو. عیني شاهدانو په تېرو کلونو کې مشال راډیو ته ویلي، د خدايي خدمتګار تحریک پلویانو د باچا خان د خوشې کولو لپاره سوله ییز احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې. نور حال شبير احمد جان راکوي.

XS
SM
MD
LG