د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د وروستۍ سړې څپې له کبله د مړو شمېر ۷۸ ته رسېدلی


سږ کال د افغانانو لپاره د طبیعي پېښو له پلوه خورا سخت کال ګڼل کېږي - پخوانی انځور
سږ کال د افغانانو لپاره د طبیعي پېښو له پلوه خورا سخت کال ګڼل کېږي - پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، هلته د وروستۍ سړې څپې له کبله د مړو شویو افغانانو شمېر ۷۸ تنو ته رسېدلی دی.

د هغه وزارت ویاند د جنورۍ پر ۱۹مه شپې مهال مشال راډيو ته په لېږدولي پيغام کې زياته کړې چې د يخنۍ څپې څه باندې ۷۷،۰۰۰ څاروي هم مړه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوونیو کې په افغانستان کې ساړه خورا زیات شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې په نومبر کې ویلي ول چې افغانان ښايي په سږني ژمي کې له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۲ز او د روان کال پیل د افغانانو لپاره د طبیعي پېښو له پلوه خورا سخت ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۲ز کال په پيل کې لومړی وچکالي راغله، ورپسې سختو زلزلو په پکتیکا او خوست کې تر ۱،۰۰۰ زيات کسان ووژل او بيا وروسته تر ۲۰ زياتو ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه واړول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې ۲۱ مېلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG