د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي غربي هېوادونه دې د وسلو ورکولو لړۍ ګړندۍ کړي


زېلېنسکي د جنورۍ پر ۱۸مه د سوېټزرلېنډ په ډېووس کې نړیوال اقتصادي فورم ته انلاين وينا وکړه.
زېلېنسکي د جنورۍ پر ۱۸مه د سوېټزرلېنډ په ډېووس کې نړیوال اقتصادي فورم ته انلاين وينا وکړه.

د اوکراین ولسمشر وولودمیر زېلېنسکي ویلي چې د روسيې د بريدونو د مخنيوي لپاره دې د غربي هېوادونو ټانکونه او هوایي دفاعي نظام "باید ژر ورورسېږي."

نوموړي وویل، دا ځکه چې عسکر یې په دونباس سیمه کې په یوه "بې رحمه" او "اصولي" جګړه بوخت دي.

زېلېنسکي د جنورۍ پر ۱۸مه د سوېټزرلېنډ په ډېووس کې نړیوال اقتصادي فورم ته په انلاين وينا کې پر نړیوالو غږ وکړ چې لویدیز هېوادونه دې ورته د وسلو لېږد لړۍ چټکه کړي.

هغه وروسته شپې مهال په خپله ویډیویي وینا کی وویل چې اوسمهال دونباس د جګړی تر ټولو سخت ډګر دی.

د ده په وینا، اوکراین په تدریجي ډول د روسيې له ګوله بارۍ او د یرغليزو حملو له زیاتېدو سره مخامخ دی. ده له خپلو عسکرو مننه وکړه چی خپل سنګرونه یې ساتلي دي.

زېلېنکسي د اوکراین لپاره د یو پوځي پيکېج پر اعلانولو د کاناډا مننه هم وکړه او و يې ویل چې دغه مرستې پر وخت او د دوی لپاره ډېرې اړينې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG