د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې ۹ کسان په درو وهلي دي


طالبان په کندهار کې - انځور له ارشیفه
طالبان په کندهار کې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جنورۍ پر ۱۷مه په کندهار ولایت کې نهو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور سزاوې ورکړي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې يا سپريم کورټ په يو بیان کې ويلي چې دغه کسان د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې په درو ووهل شول. پر هغو کسانو د "لواطت، زنا او غلا" تورونه پورې شوي ول.

طالبانو نه دي ويلي چې دې خلکو ته کوم عدالت د کومو ثبوتونو له مخې سزاوې اورولې دي؟ دا هم نه دې ويل شوي چې ایا دې خلکو په عدالت کې وکيل درلود او که نه؟

طالبانو نېږدې یو نیم کال مخکې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو ځل بیا په عام محضر کې تورنو کسانو ته سزواې ورکول پيل کړي دي.

د طالبانو حکومت په ډېسېمبر کې په فراه ولایت کې یو کس ته په عام محضر کې د مرګ سزا هم ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG