د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د جنورۍ له ۱۶مې د پولیو ضد کمپاین ترسره کېږي


پولیو اوس په ټوله نړۍ کې ختمه شوې خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم ماشومان په اخته کېږي.
پولیو اوس په ټوله نړۍ کې ختمه شوې خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم ماشومان په اخته کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو بهیر د جنورۍ له ۱۶مې نېټې پیلېږي.

د پولیو د مخنیوي صوبايي ادارې د پېښور دفتر مشر ډاکټر محمد عارف د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دا بهیر به اووه ورځې دوام کوي.

ډاکټر محمد عارف وویل چې په دې ترڅ کې به تر ۶۵ لاکو زیاتو هغو ماشومانو تهد پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي ورکوي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.

ده وویل، "زموږ روزل شوي ډلې به په ټوله صوبه کې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته به د پولیو واکسینونه ورکوي. همدا رنګه سکولونو او په لویو او وړو روغتونونو کې به هم زموږ ډلې موجودې وي."

په ۲۰۲۳م کال کې د پولیو د مخنیوي لپاره دا لومړی کمپاین دی چې له پېښوره پیلېږي.

په روان کال کې تر اوسه په پاکستان کې په پولیو ناروغۍ د کوم ماشوم د اخته کېدو خبر لا نه دی ورکړل شوی خو په ۲۰۲۲م کال کې ۲۰ ماشومان ګزڼ یا پولیو وهلي وو.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په شپږو جنوبي ضلعو کې د جنورۍ له دوېمې نېټې د پولیو ناروغۍ ضد پنځه ورځنی مهم پیل شوی وو.

د پولیو مخنیوي ادارې په یو بیان کې ویلي وو چې دا مهم په بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، ټانک، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې کېږي.

بیان زیاته کړې وه چې د مهم پر مهال به له لسو لکو څخه زیاتو داسې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.

پولیو اوس په ټوله نړۍ کې ختمه شوې خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم ماشومان په اخته کېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسیف له خوا د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمر له ۱۹مې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین تر سره شوی وو.

په افغانستان کې د یونېسيف مطبوعاتي مسوول، کمال شاه د ډېسېمبر ۱۸مه مشال رېډیو ته ویلي وو چې په دغه کمپاین کې به اووه ميلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنیوي واکسین ورکول کېږي.

په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG