د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پوليو ضد واکسينو کېیمپين پيل شو


افغان ماشومان د پوليو واکسينو تر کولو وروسته رنګ شوې ګوتې ښيي - انځور له ارشيفه
افغان ماشومان د پوليو واکسينو تر کولو وروسته رنګ شوې ګوتې ښيي - انځور له ارشيفه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونېسیف وايي د دیسمبر له ۱۹مې څخه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کېيمپین پیل کړ.

په افغانستان کې د یونېسيف مطبوعاتي مسوول، کمال شاه د ډېسېمبر ۱۸مې پر ماښام مشال رېډیو ته وویل چې په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره اووه ميلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنیوي واکسین ورکول کېږي.

نوموړي همدا راز وویل دا کمپاین په هغو سیمو کې کېږي چې د دغې ناروغۍ له سخت ګواښ سره مخامخ دي.

په روان کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغي ختمه شوې نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG