د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په شپږو جنوبي‌ ضلعو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو


په پېښور کې روغتيايي کارکوونکې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کوي - انځور له ارشيفه
په پېښور کې روغتيايي کارکوونکې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کوي - انځور له ارشيفه

د خیبرپښتونخوا په شپږو جنوبي ضلعو کې د جنورۍ له دوېمې نېټې د پولیو ناروغۍ ضد پنځه ورځنی مهم پیل شوی دی.

د پولیو مخنیوي ادارې په یو بیان کې ویلي چې دا مهم په بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، ټانک، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې کېږي. بیان زیاتوي چې د مهم پر مهال به له لسو لکو څخه زیاتو داسې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې د پولیو ۲۰ کیسونه ثبت شوي وو چې ټول په خیبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي وو. په دې کې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان وو.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د مسیدو په سیمه کې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي ول چې د ډېسېمبر پر اتمه د پولیو مهم پر مهال یې روغتیايي کارکوونکي کورونو ته نه دي ورغلي.

د مشال راډیو خبریال وايي چې د مسیدو په سیمه کې له تېرو درو میاشتو راهیسي د پولیو ضد کمپاين نه دی شوی او شاوخوا ۱۱۰۰۰ ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې دي.

هلته روغتیايي کارکوونکو د ناامنۍ له کبله د پولیو په کمپاین کې له برخې اخيستو انکار کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG