د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مېشتې وزیرستانۍ کورنۍ ۴ غړي له ګېس بخارۍ مړه شوي دي


 په خوست کې وزیرستاني کډوال - انځور له ارشیفه
په خوست کې وزیرستاني کډوال - انځور له ارشیفه

د افغانستان په خوست ولايت کې د وزیرستاني کډوالو مشران وايي چې په اسماعيل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په بهرام خېلو کې يو پلار او د هغه درې ماشومان مړه شوي دي.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک جمشید مسید مشال راډیو ته وویل چې د دیسمبر پر درېيمه د شپې ناوخته مولانا سهراب، د هغه دوې لوڼې او یو زوی ګېس نيولي وو. نوموړي زیاته کړه، د مړو جسدونه خاورې ته د سپارلو په خاطر شمالي وزیرستان ته لیږدول شوي دي.

ملک جمشید مسید وویل، چې د مړه شوي کس میرمن هم د کوما په حالت کې د درملنې لپاره پېښور ته لیږدول شوې ده.

یاده کورنۍ د زرګونو نورو وزیرستاینو کورنیو سره یو ځای د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروسته خوست ته کډه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG