د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکراين په برید کې د خپلو وژل شویو سرتېرو ماتم کړی


روسان د وژل شويو سرتېرو لپاره د جوړ کړي څلي مخې ته ګلونه ږدي
روسان د وژل شويو سرتېرو لپاره د جوړ کړي څلي مخې ته ګلونه ږدي

د روسیې په سمارا سیمه کې د جنورۍ پر درېیمه ځايي خلک د هغو سرتېرو د ماتم لپاره راټول شوي ول چې د اوکراین لخوا د مسکو پر ضد په یو خونړي دفاعي برید کې ووژل شول.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دیسمبر پر ۳۱مه چې اوکراین د روسیې تر واک لاندې د دونېتڅک سیمې په ماکیېفکا ښارګوټي کوم خونړی برید کړی وو، په ترڅ کې یې د دوی ۸۹ سرتېري وژل شوي ول. تر دې وړاندې یاد وزارت د وژلو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۶۳ ښودلی و.

بل پلو، اوکراین ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د روسیې تر ۵۰۰ پورې سرتېري وژلي او یا هم ژوبل کړې دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه دا شمېرې نه شي تاییدولی. مسکو وايي، غلطي د هغوی د خپلو سرتېرو هم وه چې د موبایل ټیلیفونونه یې کارولي او ښايي له همدې لارې اوکراین د هغوی موقعیت معلوم کړی وو.

په ماکیېفکا سیمه کې وژل شوي اکثره سرتېري د سمارا سیمې سره تړاو لري کومه چې د روسیې په جنوب لویدیځ کې پرته سیمه ده.

دا په تېر څه کم یوه کال کې چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د کیېف لخوا تر ټولو خونړی برید دی. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین لا تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG