د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې افغان کډوال د نيول کېدو له وېرې بهر نه ووځي


د کراچۍ په کډوالو کمپ کې افغان کډوال خپل کارډونه ښيي
د کراچۍ په کډوالو کمپ کې افغان کډوال خپل کارډونه ښيي

دکراچۍ په افغان کيمپ کې مېشت افغان کډوال وايي دنيولو لړۍ يې روانه ده او دوی له همدې وېرې له کېمپه بهر نه شي وتلی.

دکراچۍ په افغان کيمپ کي مېشت يو کډوال حاجي محمد جان د سيپتمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي چارواکي بيا بيا وايي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان نه نيول کيږي خو په حقیقت کې داسې نه ده.

نوموري تور پوري کړ چې پوليس او نور سرکاري چارواکي دوی ځوروي، پوليس يې پر کورنو او دکانونو چاپې وهي او ښځي او ماشومان یې نیسي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې اسناد لرونکي کسان بايد خپل ژوند ته پرېښوول شي.

بهر په مزدورۍ پسې نه شو وتلی. پولیس اسناد لرونکي افغانان هم نیسي.
محمد اسماعيل

په دې کيمپ کې مېشته يو بل ځوان محمد اسماعيل د سيپتمبر پر ۱۷مه، مشال راډيو ته وويل چې بهر په مزدورۍ پسې ځکه نه ووځي چې د پولیسو لخول له نيول کېدو ويريږي. هغه زیاته کړه چې له څو ورځو راهېسي په کور کې بند پاتې دي. "يوه اونۍ به کېږي چې نه یم وتلی. پولیس هر هغه تن نیسي چې د افغانانو په څير جامې یې اغوستې وي. پولیس اسنادو ته هم نه ګوري. ډير خلک پر اسنادونو سربیره نيول شوي دي."

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ د سيپتمبر تر يوولسمې وروسته هغه وخت تېزه کړل شوه چې د سيند صوبې ګورنر کامران ټیسوري وويل چې د غيرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده. تر دې وروسته د سيپتمبر پر ۱۵مه، انوارالحق کاکړ په وفاقي‌کچه د شوې دغې پرېکړې تاييد وکړ او زیاته یې کړه چې وېزه يا د اوسېدو نور اسناد نه لرونکي بهرني وګړي له پاکستانه وباسي.

خو افغان کډوال وايي چې په پاکستان کې له کلونو کلونو راهیسې اوسېدونکي او قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيول کيږي. يو کډوال حميد الله مشال راډيو ته وويل چې ۲۵ کاله یې په پاکستان کې تېر کړي دي خو بیا یې هم پولیسو د نيولو کوښښ کړی دی. د هغه په وينا افغان کډوالو ته عادي ژوند سخت شوی دی.

خو د کراچۍ پوليس ادعا کوي چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نه نیسي. د دغه ښار د پولیسو وياند سهيل جوکيو د سيپتمبر پر ۱۷مه، مشال راډيو ته وويل چې د سيپتمبر له نهمې راهیسې خوااوشا ۶۰۰ افغان کډوال نيولي دي. هغه ادعا وکړه چې دغو خلکو په کراچۍ کې د هستوګنې قانوني اسناد نه درلودل. د نوموړي په وينا قانوني اسناد لرونکي نه نیسي خو د هغوی پر ضد به یې کاروايي روانه وي چې د هستوګنې حق نه لري.

په افغانستان د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې قونصل جنرل سيد عبدالجبار بيا مشال راډيو ته وويل چې د افغانانو د نيول کېدو په اړه یې د سیند صوبې ګورنر، وزيراعلی او پولیسو ته ليکونه ليږلي دي. هغه زیاته کړه چې له پاکستاني چارواکو د افغانانو د ځورولو بس کول غواړي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د ويبپاڼې ترمخه، په پاکستان کې ۱۴ لاکه رجسټرډ افغان کډوال اوسېږي. د دوی د ثبت شويو کارډونو موده د جون پر ۳۰مه ختمه شوې ده چې د پاکستان حکومت یې د نوي کولو په اړه څه نه وايي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې وياند قېصر افريدي مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان له حکومت سره یې د کډوالو مسایل شريک کړي دي. هغه زیاته کړه چې نړيوالو قوانينو ته په کتو باید پولیس د افغان کډوالو ځورول او نيول ودروي.

XS
SM
MD
LG