اوکراین د روسیې تر قبضې لاندې سیمه دونیڅک کې د پوځ پر لنډمهاله مرکزونو د توغندیو د برید زمه واري منلې ده.
دا له هغه وروسته ده چې کریملین په یوه نادره اعتراف کې ویلي چې په ماکیېیواکا ښار کې یې ګڼ پوځیان وژل شوي دي.
د اوکراین د پوځ مشر د جنورۍ پر دویمه پر فیسبوک په یو بیان کې وویل چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د دونیڅک په ماکیېیواکا ښار کې یې د روسیې د پوځ لس ټولګي او ورسره بېلا بېل پوځي الات ویجاړ کړي او زیانمن کړي دي.
دا بیان له هغه لږ شیبه وروسته مخې ته راغلی چې د روسیې پوځ وویل، د دوی تر ولکې لاندې دونیڅک سیمه کې د پوځ پر لنډمهاله اډو د اوکراین په میزایلي برید کې یې ۶۳ پوځیان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د اوکراین پوځ او روس پلوه کسانو پر ټولنیزو رسنیو په یو شمیر پوسټونو کې د سلګونو روسیانو د وژنې خبرونه ورکړل.