د امریکا د استازو جرګې تر استعمال لاندې د ټيکنالوژۍ په ټولو الاتو کې د ټیک ټاک په استمال بندیز لګول شوی دی.
ټيک ټاک د چین جوړ کړل شوی ایپ دی چې په نړۍ کې یې په ملیونونو خلک کاروي. دا ګام د هغه امریکايي قانون په تقلید کې دی چې له مخه به یې ډېر ژر په ټولو امریکايي حکومتي الاتو کې په دغه ایپ بندیز عملي شي.
د استازو جرګې د لویې ادارې مشر د دیسمبر پر ۲۷مه ټولو غړیو ته په استولي پیغام کې وویل چې د یو شمېر امنیتي مسلو له پلوه دغه ایپ یو لوی ګواښ بلل کېږي او باید د جرګې له ټولو الاتو څخه لیرې کړل شي.
تېره اوونۍ د امریکا په ۱۹ ریاستونو کې پر ټیک ټاک تر څه حده د هغو اندېښنو له کبله بندیز لګول شوی وو چې د چین حکومت دا اېپ د امریکایانو او چاڼ شويو موادو د تعقیبولو لپاره استعمالولی شي.
د استازو جرګې غړیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویل شوي چې هر څوک چې په الاتو کې ټيک ټاک ایپ لري، د لېرې کولو لپاره به ورسره رابطه وشي او په اینده کې د دغه ایپ د ښکته کولو يا ډاونلوډولو اجازه نه لري.