د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ايران کې د مهسا اميني لپاره، حکومت ضد مظاهرې دوام لري


دا تصویر په اکتوبر مياشت کې په تهران کې د مهسا اميني لپاره شوې مظاهرې دی
دا تصویر په اکتوبر مياشت کې په تهران کې د مهسا اميني لپاره شوې مظاهرې دی

د ايران په بېلا بېلو ښارونو کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني د وژنې پرضد د احتجاجونو لړۍ دوام لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د دیسمبر پر ۲۶مه خپرې شوې ویډیوګانې په ډاګه کوي چې د ایران د هرمزګان ولایت په دشتي ښار کې خلک سړکونو ته راوتلي وو. دوی د مهسا اميني د مرګ ضد يوه مظاهره کوونکي، حميد مولايي د وژل کېدو څلويښتمې په مناسبت مظاهره وکړه. مولايي د نومبر پر ۱۷مه امنیتي ځواکونو په دشتي کې په ډزو وژلی وو.

په ايران کې په روانو مظاهرو کې له تراوسه پوري د يوې اندازې ترمخه د ۶۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د مهسا اميني د وژنې پرضد له سیپمبر مياشتې راهيسې مظاهرې روانې دي.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سیپتمبر پر ۱۶مه د پوليسو په قید کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې مخکې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. د نوموړې مړينې، چې چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللی وو، په ټول هېواد کې خلک پارولي او د حکومت ضد پراخ لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG