د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وايي، له کیېف سره له خبرو انکاري نه دی


پوتین دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۲مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي: انځور له ارشیفه
پوتین دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۲مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي: انځور له ارشیفه

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي، له کیېف سره خبرو نه انکاري نه دی او په دې لټه کې هم دی چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۲مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي له امریکا څخه لیدنه کړې وه. نوموړي هلته په واشنګټن کې د کانګرس غونډې ته وینا وکړه او د نورو خبرو ترڅنګ یې دا هم وویل چې د جګړې د چټک حل په لټه کې دی.

امریکايي چارواکي وايي، د روسيې ولسمشر ولادي میر پوتین دخپلې دغې ادعا سرچپه روان دی او کله یې هم د خبرو لیوالتیا نه ده ښودلې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي په یو بیان کې ویلي، پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره هېڅ قسمه اشارې نه دي ورکړي چې ترې جوته شي چې ګینې هغه د جګړې پای ته رسولو هوډ لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم ویلي چې روس د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له بامعني ډیپلوماسۍ سره هیڅ ډول دلچسپي نه ده ښودلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG