د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو له کمېشنه د ایران د ایستلو په حق کې رایه ورکړل شوې ده


په ملګرو ملتونو کې د ښځو چارو له کمېشنه د ايران د ایستلو پر وخت د رایو اچولو بهیر - د ډېسېمبر ۱۴مې انځور.
په ملګرو ملتونو کې د ښځو چارو له کمېشنه د ايران د ایستلو پر وخت د رایو اچولو بهیر - د ډېسېمبر ۱۴مې انځور.

د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا په هېوادونو کې د ښځو د وضعیت او چارو په اړه له کمېشنه د ایران د ایستلو په حق کې رایې ورکړې دي.

دا رایه اچونه د ډېسېمبر پر ۱۴مه په ایران کې د ښځو په مشرۍ د احتجاجونو پر مهال "د حکومت د ظالمانه کاروایانو" له امله شوې ده.

د اقتصادي او ټولنیزې شورا ۲۹ غړو د امریکا پر پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د ښځو وضعیت په کمېشن کې له ۲۰۲۲ز کال څخه تر ۲۰۲۶ز کال پورې د ایران د غړیتوب ختمولو په حق کې رایې ورکړې.

اتو هېوادونو د قرارداد په مخالفت کې ووټونه واچول او ۱۶ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د قرارداد د منظورۍ لپاره ساده اکثریت په کار وو چې په کمېشن کې د ایران غړیتوب په سمدستي توګه ختموي.

په ایران کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د یوې ځوانې مهسا امیني تر مړینې وروسته احتجاجونه پیل شول.

د ګشت ارشاد په نوم پولیسو هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب قانون د سرغړونې په تور ګرفتاره کړې وه او بیا د پولیسو په بند کې بېهوښه شوه.

ګشت ارشاد پولیس وايي چې مهسا امیني د زړه درېدو له وجې مړه شوې خو احتجاج کوونکي او د هغې کورنۍ دا نه مني او وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG