د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پاکستان ته تللی دی


امام علي رحمان - انځور له ارشيفه
امام علي رحمان - انځور له ارشيفه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ډېسېمبر پر ۱۴مه پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزير سيد نويد قمر پر ټوېټر ليکلي چې نوموړی اسلام اباد هوايي ميدان ته د رحمان هرکلي لپاره ورغلی وو.

د هغه په خبره، غواړي له تاجکستان سره سوداګريزې اړيکې زیاتې کړي نو ځکه به له رحمان سره په دې برخه کې لوظنامې لاسيلکېږي.

امام علي رحمان به دوه ورځې په پاکستان کې وي. نوموړی به له پاکستاني وزيراعظم شهباز شريف او نورو چارواکو سره هم ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG