د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی پوځ: روسیې د دونباس پر ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی


اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو د توپونو مرمۍ ولي - د نومبر ۲۰مې انځور.
اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو د توپونو مرمۍ ولي - د نومبر ۲۰مې انځور.

د اوکراین پوځ وايي، روسیې په دونباس سیمه کې پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه وویل چې د روسیو ځواکونو پرضد یې جګړې ته دوام ورکړی دی. په عین حال کې د اوکراین په جنوب کې د روسیې د ډرون بریدونو له وجې د اودېسا ښار بجلي پرې شوې ده.

دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې غربي هېوادونو د اوکراین د فضايي دفاعي نظام پياوړي کولو لپاره د نویو مرستو منظوري ورکړه.

بلخوا د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر نهمه نېټه ناوخته په ویډیويي وینا کې وویل چې روسيو ځواکونو یې هېواد ته "د روسیې تر بېرغ لاندې دوزخ وروړی دی."

نوموړي د اوکراین په جنوب کې روانه جګړه ډېره سخته بللې ده.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین "بې دلیله" یرغل پیل کړ چې تر اوسه پکې دواړو خواو ته په زرګونه کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG