د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک پولیس د یوې تعمیراتي ادارې د تښتول شویو کسانو لټون کوي


انځور له ارشیفه اخېستل شوی.
انځور له ارشیفه اخېستل شوی.

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې نامعلومو وسله والو د سېلاب ځپلو لپاره د کور جوړونکې غیرحکومتي ادارې درې کارکوونکي تښتولي دي.

د ټانک د پولیسو مشر وقار احمد خان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو دا کسان د سېپټمبر پر ۲۹مه شپې مهال تښتولي وو.

ده وویل چې له تېرې ورځې پولیس او پوځ د تښتول شوو د لټون عملیات کوي خو تر اوسه یې څه پرمختګ نه دی کړی.

د وقار احمد خان په وینا، دوی یوازې د تښتول شوو کسانو موټر موندلی دی. چا تر اوسه د دې کسانو د تښتولو زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG