ترکیه وايي د شام (سوریې) او عراق په شمالي سیمو کې یې د کرد وسلوالو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت د نومبر پر ۲۰ مه وویل چې د شام او عراق په شمالي سیمو کې یې د دې لپاره هوايي بریدونه پیل کړي چې د کردانو هغه ډلې په نښه کړي چې د دوی په وینا، د استنبول په بمي برید کې لاس لري.
وزارت په یوه بیان کې ویلي چې جنګي الوتکو یې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) او د سوریې د خلکو دفاع ډلو (واي پي جي) په نوم د وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د ترکيې د دفاع وزارت زیاته کړې چې د دې عملیاتو د پیلولو حق ورته د ملګرو ملتونو د منشور (چارټر) ۵۱ مې مادې ورکړی دی چې د ځان د دفاع په اړه ده.
دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۳مه د ترکیې په استنبول ښار کې چاودنې شپږ کسان ووژل او ۸۱ یې ټپیان کړل.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سوېلو تر چاودنې یوه ورځ وروسته وویل چې د بمي چاودنې په تړاو یې مشکوک کسان نیولي دي.
نوموړي تور پورې کړی وو چې د استنبول برید کردیو وسلوالو کړی دی.