د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا وايي ایران اوس په اوکراین کې وینې تویوي


پر ایران تور دی چې روسیې ته یې وسلې او ډرون الوتکې ورکړي، انځور له ارشیفه
پر ایران تور دی چې روسیې ته یې وسلې او ډرون الوتکې ورکړي، انځور له ارشیفه

برتانيا وايي، ايران د وينې تويول له منځني ختيځ څخه اوس اوکراین ته غځولي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلیورلي د نومبر پر ۱۹مه په بحرین کې د مشرانو يوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ایران نیوکې وکړې.

ده یران د "وینې په تویولو" تورن کړ او ژمنه یې وکړه چې له تهران سره د مقابلې لپاره به له متحدینو سره کار وکړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلیورلي په بحرین کې د (مناما ډايلاګ) کلني کنفرانس ته وویل، "د ایران لخوا ورکړل شوې وسلې ټوله سیمه ګواښي چې په اوکراين کې ملکي وګړي وژنې."

اوکراین او لویدیځو متحدینو یې پر ایران تور لګولی چې روسیې ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي چې د دوی په وینا مسکو په وروستیو اوونیو کې په اوکراین کې د بریدونو لپاره کارولې دي.

ايران د برتانيا د تازه څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ويلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG