د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ د نفوسو شمېر ۸ اربه ته ورسېد


چين د نفوس له پلوه د نړۍ تر ټولو ګڼ هېواد دی چې څه باندې يو اعشاريه څلور اربه انسانان ژوند پکې کوي ــ انځور له ارشيفه
چين د نفوس له پلوه د نړۍ تر ټولو ګڼ هېواد دی چې څه باندې يو اعشاريه څلور اربه انسانان ژوند پکې کوي ــ انځور له ارشيفه

د نفوسو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې ويلي چې د نومبر پر ۱۵مه نېټه د نړۍ د نفوسو شمېر اته اربه (ميليارده) ته ورسېد.

ادارې پاکستان په هغو اتو هېوادونو کې یاد کړی چې پکې به تر ۲۰۵۰ز کال پورې د نړۍ د مجموعي ابادۍ نيمايي نفوس ژوند کوي. پاتې نور اووه هېوادونه کانګو، مصر، ايتوپيا، هند، نايجيریا، فيليپين او تنزانيه دي.

د ملګرو ملتونو په وينا، په پاکستان کې ابادي د ۱.۹ فیصده په حساب زیاتېږي چې په خبره يې، پکې هره ښځه اوسطاً له درېیو څخه شپږ ماشومان زېږوي.

د ادارې په وينا، په ۲۰۱۱ز کال کې د نړۍ ابادي اووه اربه وه چې اوس اته اربه ته رسېدلې چې پکې نیمايي يوازې په اسيايي هېوادونو کې زیاته شوې ده.

پوهان: د پاکستان ابادۍ زیاتېدو مخنیوی مهم دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:11 0:00

د پاکستان د ابادۍ د منصوبه بندۍ د وفاقي ادارې مشر تاج ولي خټک وايي چې په پاکستان کې د ماشومانو په زېږون کې د وقفې په اړه د پرلپسې کمپاينونو له وجې د نفوسو د زیاتوالي رفتار کم شوی دی.

هغه زیاته کړه، څومره چې په هېواد کې د تعلیم شرح زیاتېږي نو ورسره پر ابادۍ هم اغېز پرېوزي. "اوس د ماشومانو په زېږون کې هم کمی ریکارډ شوی دی چې لويه وجه يې پوهاوی او تعلیم دی، دا مهال زموږ وسايل هم ډېر کم دي او د بېروزګارۍ او غربت شرح هم لوړه ده چې د ابادۍ زیاتوالی يې لوی سبب دی."

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ابادۍ د فنډ استازې لويي شبانه په اعلاميه کې ويلي چې کورنیو ته پکار ده چې د ماشومانو د زېږولو فیصله د شتو وسايلو پر اساس وکړي.

د خيبر پښتونخوا د ابادۍ د منصوبه بندۍ د ادارې مشرې عايشه احسان د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې په پښتنو کې د نارينه اولاد پېدا کولو ارزښت د نفوسو د شمېر په کمولو کې يو خنډ دی.

هغې زیاته کړه چې په قبايلي سیمو کې د قبيلو ترمینځ سياليو او رقابتونو د زامنو زېږولو ارزښت زیات کړی دی. د هغې په خبره، د دې ترڅنګ کورنۍ د ګټې وټې لپاره پر سړيو تکیه کوي نو ځکه هم دوی نارينه اولاد غواړي چې ورسره ابادي زیاتېږي.

مېرمن شبانې وويل:"په کومو سیمو کې چې پوهاوی او تعلیم زیات دی هلته بیا په خلکو کې دا ادراک شته چې د خپلو وسايلو مطابق ماشومان پيدا کړي، خو مخکې به د طاقت سرچينه سړي ګڼل کېده، خو اوس تعلیم او ښه اقتصادي حالت د کورنۍ طاقت ګنل کېږي. که هغه نارينه او که ښځه وي خو چې تعلیمیافته وي نو د نارينه کمی پوره کولای شي، او په لور او زوی کې بیا هیڅ فرق نه وي."

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۱۹۶۲ز کال څخه تر ۱۹۶۵ز کال پورې په نړۍ کې د ابادۍ د زیاتوالي کلنۍ شرح ۲.۱ فيصد وه ، چې په ۲۰۲۰ز کال کې یو فیصد ته راټيټه شوې ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې که د زېږون کچه هم دا شان دوام وکړي نو تر ۲۰۵۰ز کال پورې به د زېږون شرح شاوخوا صفر اعشاریه پينځه صفر ته راښکته شي. د پاکستان شمارياتو ادارې له مخې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د هغه هېواد ټول وګړي ۲۰ کروړه ۷۶ لکه ۸۰ زره دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG