د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له اوکراین سره تازه پوځي مرستې اعلان کړې


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سوليوان ویلي، په دغو پوځي مرستو کې د فضایي دفاع په اړه مهم سامانونه شامل دي: انځور له ارشیفه

د امریکا دفاع وزارت د نومبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې اوکراین ته د ۴۰۰ ميلیونو ډالرو پوځي مرستې لیږي.

د اعلان له مخې په دغو کې به زیاتره جنګي وسله او څلور د لوړې کچې ګرځنده هوایي دفاعي نظامونه شامل وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سوليوان ویلي چې په دغو پوځي مرستو کې د فضایي دفاع په اړه مهم سامانونه شامل دي او زیاتوي چې د فضایي دفاع زیاتېدل به د اوکراین لپاره ډېره مهمه وي ځکه چې روسیې پر مهمو ولسي ودانیو د مېزایلو او په ایران کې د جوړو شویو بې پېلوټو الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د مرستو په دې بنډل کې د همارس په نوم لوړ ګرځنده راکټي نظام هم شامل دی. اوکراین له دې څخه د روسيې پر ضد په ځوابي کاروايانو کې کار اخلي.

په دغه بنډل کې ځینې نور مهم جنګي سامانونه هم شامل دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG