د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د امريکې سفارت سرپرسته پاکستان ته تللې


کېرین ډيکر
کېرین ډيکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کېرین ډیکر چې سرپرسته سفير هم ده، وايي چې پاکستان ته تللې ده څو هلته د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.

ډېکر پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې په روانه اونۍ کې به په اسلام اباد کې وي او هلته به د افغانانو او افغانستان د ملاتړ لپاره په پاکستان کې خلکو ته غوږ ونیسي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت کوي او د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په وروستیو څو اونیو کې د پاکستان او ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په ترڅ کې له افغان سیاستوالو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG