د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګروملتونو د طالبانو لخوا ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي نیول غندلي


د بشري حقونو فعالان پر طالبانو تور لګوي چې ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران یې نیولې دي: انځور له ارشیفه
د بشري حقونو فعالان پر طالبانو تور لګوي چې ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران یې نیولې دي: انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران دې خوشې کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر وولکر تورک وايي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د یوې مدني ټولنې د خبري غونډې پرمهال پنځه کسان نیولي دي.

وولکر بېګا پر ټویټر په یوه بیان کې د ظریفې یعقوبي نوم نه دی اخیستی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه جلا بیان کې ویلي چې له طالبانو سره د ظریفې یعقوبي د وضعیت په اړه تماس نیول شوی.

یوناما پر ټویټر په خپل بیان کې ویلي دي چې ټول افغانان د ګواښلو او توقیف له وېرې پرته د سوله ییزو غونډو، د بیان او نظر د حق اساسي ازادي لري.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان پر طالبانو تور لګوي چې ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران یې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ښځو د غورځنګ په نوم مدني بنسټ د اعلان پرمهال نیولې دي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG