د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هیرېس وايي ایران د ښځو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له کمېشنه باسي


کاملا هیرېس ویلي دي چې د بشري حقونو سرغړونې کوونکي هېوادونه باید د حقونو په نړیوالو ادارو کې ځای و نه لري - د اکتوبر ۲۸مې انځور.
کاملا هیرېس ویلي دي چې د بشري حقونو سرغړونې کوونکي هېوادونه باید د حقونو په نړیوالو ادارو کې ځای و نه لري - د اکتوبر ۲۸مې انځور.

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس ویلي دي چې واشنګټن هڅه کوي چې ایران د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له کمېشنه وباسي.

دا خبره نوموړې د نومبر پر دویمه پر داسې مهال کړې ده چې په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره پر مظاهرچیانو تشدد شوی دی.

د هغه کمېشن غونډه هر کال په مارچ کې کېږي چې پکې چارواکي په خپلو هېوادونو کې د ښځو پر وضعیت، د هغوی د حقونو پر خوندیتوب او په اړه یې پر تګلارو بحث کوي.

کاملا هیرېس په بیان کې ویلي دي چې امریکا باور لري چې "هېڅ یو داسې هېواد" د بشري حقونو چارو په اړه په نړیوالو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې "برخه و نه لري چې په منظم ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې" کوي.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې روانې دي او ناکراري زېږېدلې ده. د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه. هغه د پولیسو په حراست کې بېهوښه او کوما شوې وه او د سېپټېمبر پر ۱۶مه په روغتون کې ومړه.

ایران د هیرېس د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په هېواد کې یې د ناکراریو تور پر یوشمېر بهرنیو هېوادونو پورې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG