د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې وسلوالو ۱۵ کسان وژلي دي


د اکتوبر پر ۲۶مه تر بريد وروسته د شېراز پر شاه چراغ مزار امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۶مه تر بريد وروسته د شېراز پر شاه چراغ مزار امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وايي، وسلوالو د اکتوبر پر ۲۶مه په شېراز ښار کې د شیعه ګانو پر یوه لوی مذهبي ځای برید کې ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

تر دې وړاندې اژانس د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۱۳ کسان یاد کړی وو، خو د ايران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي ول، چې ډېری کسان ژوبل شوي او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د ۲۲ کلنې مهسا اميني د مړینې څلوېښتي وه او پر دې مهال په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او مظاهرچیانو ترمينځ نښتي شوې وې.

مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په حراست کې تر بېهوښۍ وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې وړاندې د حجاب قانون سرغړونې په تور نيول شوې وه.

اېرنا خبري اژانس د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې بریدګرو د شاه چراغ جومات په وره کې پر زیارت کوونکو او کارکوونکو ډزې وکړې.

ايران کې د مهسا اميني د وژنې ضد مظاهرې څلورمه اوونۍ کې داخلېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

اژانس بریدګر د "تکفیري ترهګرو" په توګه ياد کړي. په ایران کې چارواکي دا اصطلاح د سختدریځو سني اسلامپالو لپاره کاروي. وروسته اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) د بريد ذمه واري ومنله.

د راپورونو له مخې، له درو بريدګرو څخه یې دوه نيول شوي، خو د سيمه ييزو پوليسو مشر وروسته وويل چې حمله يوه وسلوال کړې چې نيولی یې دی.

د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي مظاهرچیان تورن کړل چې د "ترهګرو بریدونو" لپاره زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG