د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د وکیلانو ټولنو له عدالتي کارروایۍ پرېکون اعلان کړی


د وکیلانو ټولنې دا اعلان پر داسې مهال کړی چې ټاکل شوې د پاکستان عدلي کمېشن د اکتوبر پر ۲۴مه د قاضیانو پر نومونو غور وکړي - پخوانی انځور.
د وکیلانو ټولنې دا اعلان پر داسې مهال کړی چې ټاکل شوې د پاکستان عدلي کمېشن د اکتوبر پر ۲۴مه د قاضیانو پر نومونو غور وکړي - پخوانی انځور.

د پاکستان د وکیلانو مرکزي او درې صوبايي ټولنو د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال له لوري د هغه عدالت لپاره د قاضیانو نومولو پرضد د اکتوبر پر ۲۴مه له عدالتي کارروایانو څخه پرېکون اعلان کړی دی.

د بایکاټ اعلان پر داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د پاکستان عدلي کمېشن (جوډیشل کمېشن اف پاکستان) د اکتوبر پر ۲۴مه په غونډه کې د سپریم کورټ د خالي څوکیو لپاره د قاضیانو پر نومونو غور کوي.

د پاکستان د سپریم کورټ د قاضیانو شمېر په اړه د ۱۹۹۷ز کال قانون له مخې، په هغه عدالت کې د مشر قاضي په ګډون د ټولو قاضیانو شمېر باید ۱۷ وي چې اوسمهال د پینځو ججانو څوکۍ خالي دي.

د پاکستان مشر قاضي عمر عطا بندیال د سپریم کورټ لپاره د څلورو قاضیانو نومونه ورکړي دي چې پکې د اسلام اباد های کورټ مشر قاضي، د سیند های کورټ دوه او د لاهور های کورټ یو قاضي شامل دی.

د وکیلانو د ټولنو دریځ

خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند د وکیلانو ټولنې مخکښه مشرانو مشال راډیو ته وویل چې نومول شوي کسان نه مني.

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې مرستیال محمد علي جدون د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د هغې صوبې وکیلانو د "عدالتي بایکاټ پرېکړه" کړې او د بلوچستان او سیند د وکیلانو ټولنې مشرانو هم ورته پرېکون تایید کړی دی خو د پنجاب د وکیلانو ټولنې له مشرتابه سره یې لا خبرې نه دي کړې.

جدون وايي، پر نومول شویو قاضیانو ځکه هم اعتراض کوي چې پکې "د پېښور های کورټ د هېڅ قاضي نوم" نه شته.

دی وايي، پخوا داسې هم شوي ول چې "په ستر عدالت کې د خیبر پښتونخوا څلور قاضیان" ګومارل شوي ول. جدون زیاتوي چې د صوبو ابادۍ تناسب ته په کتو باید په سپریم کورټ کې د خیبر پښتونخوا "پینځه قاضیان" وای.

د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې د انتظامي کمېټۍ مشر محمد ایوب ترین مشال راډیو ته د پرېکون بل لامل یاد کړ او و یې ویل چې د ستر عدالت لپاره کم تجربه لرونکي او داسې کسان نومول شوي دي چې کاري موده او رتبه یې ټیټه ده.

دی وايي، له دود سره سم، سپریم کورټ ته باید د های کورټ مشر قاضي او یا هم له صوبو څخه تر ټولو زیاته کاري موده او لوړه رتبه لرونکي قاضیان و نومول شي "خو زموږ اعتراض دا دی چې په موجوده فهرست کې" د هغو کمې کاري مودې لرونکي یا جونییر "قاضیانو نومونه دي چې د سینیارټۍ په حواله پر پینځم او شپږم نمبر دي."

د سیند د وکیلانو ټولنې مشر ذوالفقار علي خان جالباني له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې مشر قاضي عمر عطا بندیال د عدالتي پرېکړو او د کاري مودې زیاتوالي د "اصولو خلاف ورزي" کوي چې دوی یې نه مني. "سیند بار کونسل، پاکستان بار کونسل او په هېواد کې د وکیلانو ټولې اتحادیې پر دې متفق دي" چې په نومونه کې به "خوښه ناخوښه او خپل-پردي پالل (اقربا پروري) نه مني او یوازې به د سینیارټۍ پر اصولو مبني پرېکړې مني ځکه چې دا د سینییر قاضیانو حق دی چې په سپریم کورټ کې وګومارل شي."

د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې مشر محمد احسن بون او د پاکستان د وکیلانو مرکزي ټولنې مرستیال مشر چودري حفیظ الرحمان هم مشال راډیو ته تایید کړه چې د وکیلانو د بایکاټ ملاتړ کوي.

د مشر قاضي دریځ او د قاضیانو د نومونې موضوع لانجمنېدل

د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د وکیلانو د ټولنو د مشرتابه ډلو غړو د څرګندونو او تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو په سېپټېمبر کې یې ویلي ول چې عدالتي پرېکړې او عدلي او قضايي چارې له قانون او ایین سره سمې کوي.

د روان کال له فبرورۍ راهیسې د پاکستان په سپریم کورټ کې هېڅ نوی قاضي نه دی ګومارل شوی. البته د قاضیانو د نومونې موضوع له مودې راهیسې لانجمنه ده.

بندیال د جولای په پای کې د پینځو قاضیانو څوکۍ ډکولو لپاره پر نومونو د غور لپاره د پاکستان د عدلي کمېشن غونډه وربللې وه خو د کمېشن اکثرو غړو رد کړل.

د پاکستان سپریم کورټ یوه مخکښ قاضي فایز عیسا په سېپټېمبر کې مشر قاضي ته یو لیک استولی وو او ورڅخه یې غوښتي ول چې د سترې محکمې خالي څوکۍ دې ډکې کړي.

د سپریم کورټ قاضیان څنګه نومول او ګومارل کېږي؟

د پاکستان سپریم کورټ پر ووبپاڼه لیکل شوي چې له اییني ترمیمونو سره سم، د هغه عدالت د خالي څوکیو ډکولو لپاره د پاکستان عدلي یا قضايي کمېشن او یوه پارلېماني کمېټي د کسانو پر نومونو غور کوي او بیا یې نهايي کوي.

د پاکستان عدلي کمېشن مشر د سپریم کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس وي او د ایین د ۱۷۵مې مادې له لومړۍ برخې سره سم، جوړښت یې په دې ډول وي:

  • د کمېشن څلور غړي د سپریم کورټ تر ټولو لوړ رتبه قاضیان وي
  • یو پخوانی مشر قاضي (یا د اوسني چیف جسټس او د کمېشن د څلور غړو قاضیانو په مشوره پخوانی قاضي) یې د دوو کلونو مودې لپاره غړیتوب لري.
  • د پاکستان لوی څارنوال
  • د پاکستان د قانوني چارو وزیر
  • او د سپریم کورټ یو مشر وکیل چې د پاکستان د وکیلانو مرکزي ټولنې نومولی وي، تر دوو کلونو پورې د کمېشن غړی وي.

سپریم کورټ وايي، عدلي کمېشن چې د قاضیانو پر نومونو بحث وکړي او په اکثریت یې نوماندي منظوره کړي نو بیا هغه پارلېماني کمېټۍ ته استول کېږي.

د عدالت ووبپاڼه د ایین د ۱۷۵مې له لومړې برخې سره سم کاږي، په اته کسیزه پارلېماني کمېټۍ کې د حکومت او مخالفو ګوندونو او د پارلېمان د دواړو جرګو مساوي غړي شامل وي او که قامي اسمبلي ړنګه شوې وي، نو بیا یې یوازې سېنېټران غړي وي.

کله چې پارلېماني کمېټۍ ته د کمېشن له لوري د نوماندانو نومونه واستول شي نو هغه یې باید په ۱۴ ورځو کې په اکثریت منظور کړي. خو که کمېټي په ۶۶ فیصده اکثریت نومونه رد کړي نو بیا یې د وزیراعظم له لارې کمېشن ته استوي او کمېشن بیا پارلېماني کمېټۍ ته نور نومونه لېږدوي.

د ایین د ۱۷۵مې مادې ۱۳مه برخه کاږي چې کله چې کمېټي یو نوم ومني نو بیا یې وزیراعظم تاییدوي او ولسمشر هغه قاضي ګوماري.

د پاکستان د اساسي قانون د ۱۷۷مې مادې دویمه برخه وايي چې یو پاکستانی وګړی هغه مهال د سپریم کورټ قاضي مقررېدای شي چې په یو های کورټ کې یې لږترلږه پینځه کاله د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وي او یا یې هم لږترلږه ۱۵ کاله په یو های کورټ کې د وکیل په توګه کار کړی وي.

XS
SM
MD
LG