د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکيلان وايي که د سپريم کورټ د قاضيانو شمېر پوره نه شي، احتجاج پيلوي


د پاکستان سپريم کورټ وداني (انځور له ارشيفه)
د پاکستان سپريم کورټ وداني (انځور له ارشيفه)

د بلوچستان د وکیلانو ټولنې او د پاکستان عدلي کمیشن غړو له چيف جسټس غوښتنه کړې چې په سپریم کورټ کې دې د ججانو خالي څوکۍ ژر تر ژره ډکې کړي.

دوی دا غوښتنه د اکتوبر پر اتمه په کوټه کې د یوې غونډې پر مهال وکړه. تر غونډې وروسته د خیبرپښتونخوا د عدلي کمیشن غړي احمد فاروق ایډوکېټ مشال رېډیو ته وویل چې په سپریم کې د ججانو په ۱۷ څوکیو کې پينځه د روان کال د فرورۍ راهیسې خالي دي چې له وجې یې ډیرې مقدمې د ځنډ ښکار دي. نوموړي زیاته کړه چې باید په دې څوکیو ګمارنې د قابلیت او د رتبې د لوړوړالي پر اساس وشي.

هغه خبرداری ورکړ چې که دا ګمارنې ژر پيل نه شي، وکيلان به د اکتوبر له څوارلسمې څخه احتجاجونه پيل کړي.

د پاکستان وکیلانو دا غوښتنې په داسې وخت کې کړي چې د سپریم کورټ دوو نورو ججانو طارق مسعود او منصور علي شاه د اکتوبر پر اتمه مشر قاضي ته په یو خط کې لیکلي چې د پاکستان عدلي کمیشن ذمه واري ده چې پر وخت په سپریم کورټ کې د ججانو کمې پوره کړي خو چیف جسټیس لا په دې اړه څه نه دې ویلي چې دا څوکۍ به کله ډکې کړي.

د سپریم کورټ یو بل قاضي، جسټس فایز عیسا هم چیف جسټس عمر عطا بندیال ته په استولي لیک کې ويلي وو چې د قاضيانو ژر نه ګمارنه د خلکو ستونزې زیاتوي. هغه ويلي وو چې د ججانو د کمي له وجې په عدالتونو کې د خلکو دوسیې یا کیسونه د ځنډ ښکار شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دا مهال د پاکستان په سپریم کورټ کې خواوشا ۲۵۰۰۰ کیسونه پراته دي چې فیصله شوې نه دي او خلک له انصاف حاصلولو نه ناهیلې ښکاري.

د پاکستان د ایین له مخې د سپریم کورټ د قاضیانو شمېره ۱۵ پکار وي خو دا مهال یوازې ۱۱ قاضیان کار کوي او نورې څوکۍ خالي دي. د ايين له مخې، جوډیشل کمیشن یا قضايي کمیسون چې نهه قاضیان پکې شامل وي د سپریم کورټ د قاضیانو ګمارنه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG