د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جوډیشل کمیشن په سپریم کورټ کې د تقررۍ لپاره د چیف جسټس تجویز شوي ۵ نومونه رد کړي


د پاکستان جوډیشل کمیشن غونډه د جولايي پر ۲۸ مه په اسلام اباد کې وشوه.

پاکستان جوډیشل کمیشن په سپریم کورټ کې د تقررۍ لپاره د پاکستان د چیف جسټس عمرعطا بندیال له خوا تجویز شوي ۵ نومونه رد کړي دي.

د کمیشن غونډه د جولايي پر ۲۸ مه په اسلام اباد کې وشوه.

د کمیشن مشر چیف جسټس عمرعطا بندیال وړاندیز ورکړی وو چې د پیښور هايي کورټ چیف جسټس قیصر رشید، لاهور هايي کورټ جسټس شاهد وحید او جسټس حسن اظهر او د سیند هايي کورټ جسټس شفیع صدیقي او جسټس نعمت الله د سپریم کورټ ججان وټاکل شي.

خو پر دې نومونو تر غور وروسته د کمیشن ۵ غړیو دغه نومونه رد کړل.

د چیف جسټس د مجوزه نومونو په مسترد کولو کې د سپریم کورټ د جسټس قاضی فایز عیسا، جسټس طارق مسعود، اټارني جنرل اشتر اوصاف، د قانون وزیر اعظم نیر تارړ، او د پاکستان بار کونسل استازی اختر حسین شامل وو.

په تجویز شوو نومونو کی د بلوچستان او اسلام اباد له های کورټ څخه یو جج هم شامل نه وو.

XS
SM
MD
LG