د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: ايرلېنډ وېسټ انډيز ته او زېمبابوې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه


ايرلېنډ د وېسټ انډيز د ۱۴۶ منډو هدف په ۱۸م اوور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ او په نهو وېکټو يې لوبه وګټله. د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۲۱مې انځور
ايرلېنډ د وېسټ انډيز د ۱۴۶ منډو هدف په ۱۸م اوور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ او په نهو وېکټو يې لوبه وګټله. د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۲۱مې انځور

د ۲۰ اووریزه کرکټ نړيوال کپ پر شپږمه ورځ ايرلېنډ وېسټ انډيز ته او زېمبابوې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۱مه د اسټراليا په هوبارټ کې په شوې سيالۍ کې وېسټ انډيز لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې یې د پينځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ايرلېنډ ټاکل شوی هدف په ۱۸م اوور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ او په نهو وېکټو يې لوبه وګټله.

په هوبارټ کې په شوې دویمې سيالۍ کې بيا سکاټلېنډ لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې زېمبابوې ټاکل شوی هدف په ۱۹م اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په پينځو ويکټو يې لوبه وګټله.

سبا (د اکتوبر پر ۲۲مه) اسټراليا له نيوزيلېنډ سره د پېښور پر وخت غرمه ۱۲ بجې، او افغانستان له انګلستان سره د پېښور پر وخت مازيګر څلور بجې سيالي کوي.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG