د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو ځینې نوماندان امنیتي ستونزو اندېښمن کړي


FATA MAP Whole
FATA MAP Whole

پراګ ـ په قبایلي ضلعو کې د صوبايي انتخاباتو ځینې امیدواران وايي، د امنیتي ستونزو له وجې د خپلو حلقو ځینو برخو ته نشي تللی.

په قبایلو کې د جولای پر ۲۰مه دغه انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان یو شمېر انتخاباتي امیدوران د دفعه ۱۴۴ له وجې په انتخاباتي کمپاین کې د خنډونو شکایت کوي.

د صوبايي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د کورمې قبایلي ضلعې یو امیدوار حاجي سلیم خان اورکزی وايي، له عمومي سړک سره نږدې سیمو کې امنیت نسبتاً ښه دی:

"زما خپله حلقه مرکزي او کوزه کورمه ده. په مرکزي کورمه کې داسې ځایونه شته چې په هغې کې کله کله د داعش وسله وال تر سترګو کېږي او ځای پر ځای خلکو لیدلي چې له وجې یې د خلکو په ذهنونو کې ویره شته. هلته زمونږ تګ راتګ هم نه کېږي."

خو له کورمې یو بل امیدوار عبدالخالق پټان بیا وايي چې د کمپاین پر مهال د امنیت لپاره ورسره ضلعي انتظامیه مکمل مرسته کوي:

"تر اوسه داسې نه دي شوي چې موږ ته دې څوک ووايي چې دغې سیمې ته لاړ شئ او دغې ته مه ځئ. موږ چې کله هم غونډه یا جلسه کوو نو له ضلعي انتظامیې او پولیسو سره رابطه کوو او هغوی نه یواځې زمونږ غونډو او جلسو بلکې د شخصي حفاظت لپاره هم اقدامات کوي. زه تر شپې پورې خپل کمپاین کوم او هیڅ ډول ویره نه محسوسوم."

د مومندو له یو امیدوار حضرت خان نه مو و پوښتل چې په سیمه کې له امنیت څه مطمین دی او که نه؟ هغه وویل:

"که څوک دا وايي چې ۱۰۰ فیصده امن راغلی نو دا به خام خیالي وي. که انتظامیه هر څومره مونږ ته د امنیت ډاډ راکوي خو نه یواځې زه بلکې ټول امیدواران خپل احتیاطي اقدامات کوي او د خپل تحفظ لپاره انتظام کوي. تر اوسه ماته هېڅ ګواښ نه دی شوی خو بیا هم زه خپل ځان ساتم."

بلخوا په دې انتخاباتو کې د باجوړ امیدورانو ویلي چې په انتخاباتي کمپاینونو کې یې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نشته.

دا راز له اوکزو د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو امیدوار حبیب نور اورکزی په سیمه کې له امنیتي حالاتو مطمین دی خو بیا هم غواړي چې دا انتخابات دې د پوځ په نګرانۍ کې وشي:

"الحمد وللـه زموږ په سیمه کې مکمل امن راغلی دی، هېڅ خطره نشته. البته زه به د متحده قبایلي پارټۍ د امیدوار په حېث دا هم ووایم چې د رایو اچولو په مرکزونو کې د پوځ نګراني ډېره مهمه ده، ځکه چې دلته لیویز ځواک په پولیسو کې شامل کړل شوی چې لا هم د حالاتو قابو کولو جوګه نه دی، نو د پوځ موجودګي ضروروي ده."

د جون پر ۲۸مه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي انتخاباتو امیدوار تاج محمد وزیر تور پورې کړی وو چې پولیسو او ملېشه سرتېرو د جون په ۲۷ انتخاباتي لاریون ته نه دی پرېښی. نوموړي دا هم ویلي ول چې انتظامیه او پولیس ځینو امیدورانو ته د غونډو اجازه ورکوي او ځینو ته یې نه ورکوي.

خو په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو مشر عتیق وزیر دا تورونه رد کړي او وايي، چې په انتخاباتی عمل کې دوی بې پلوه دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG