د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران اېوين زندان کې د اور لګېدو له امله د وژل شويو شمېر ۸ شو


د ايران په اېوین زندان کې اور لګیدلی
د ايران په اېوین زندان کې اور لګیدلی

د ایران عدلیې د اکتوبر پر ١٧مه وويل چې په تهران کې د اېوین په نوم خطرناکه زندان کې د اورلګېدو له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۸ ته رسېدلی او ۶۱ نور ټپيان دي.

دا هغه زندان دی چې سیاسي بندیان او د حکومت ضد مظاهره چیان پکې ساتل کېږي. د عدلیې ميزان نومي اژانس ويلی چې بندیان د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د زخمونو له وجې مړه شول. اژانس زیاتوي چې وژل شوي څلور واړه بندیان د غلا په تور نیول شوي وو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي خپل امریکايي سیال ولسمشر جو بایډن په دې تورن کړی چې په ایران کې ګډوډۍ ته لمن وهي.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ایران کې د هغو احتجاجونو ملاتړ اعلان کړ چې د پولیسو په بند کې د یوې ځوانې مېرمنې تر وژل کېدو وروسته پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG