د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکيې د سکرو په یوه کان کې ۴۰ کسان وژل شوي


د ترکي د سکرو په یوه کان کې  د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.
د ترکي د سکرو په یوه کان کې  د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې د دغه هیواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې پرون ماښام (د اکتوبر ۱۴مه) د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.

مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ښودل شوی وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، له چاودنې شاوخوا ۱۵ ساعته وروسته د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري او په کان کې اور لګېدنه لا هم روانه ده.

د تورې بحیرې په سواحلو کې د بارتین ولایت په اماسرا سیمه کې له دغه کان څخه ۵۸ تنه ژغورل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د پېښې ځای ته ولاړ شي.

د چاودنې کره لامل لا هم معلوم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG