د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي پارلېمان د روسیې له زندانونو د خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


د اروپايي ټولنې د پارلېمان مشره د اپرېل ۲۴مې غونډې ته وینا کوي.
د اروپايي ټولنې د پارلېمان مشره د اپرېل ۲۴مې غونډې ته وینا کوي.

د اروپايي ټولنې پارلېمان هغه پرېکړه لیک منظور کړی دی چې د ازادې اروپا راډیو د خبریالې السو کورماشېوا په ګډون د روسیې له زندانونو د ټولو خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د اپرېل پر ۲۶مه د پارلېمان ۴۹۳ غړو د پرېکړه لیک په حق کې او ۱۱ په مخالفت کې رایې ورکړې. دا راز ۱۸ غړو خپلې رایې و نه کارولې.

په پرېکړه لیک کې د کورماشېوا ترڅنګ د خبریال ایوان ګرېشکووېچ او د هغوی د کورنیو د غړو او د هغوی د کورنیو د غړو او د سیاسي بندیانو ولادیمیر کارامورزا، اولېګ اورلوف، ايوان سفرونوف، کسېنیا فادیېوا او د اېليا ياشين د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

اروپايي ټولنې په روسیه کې د بیان او د اتحادیو د ازادیو او داراز د بشري حقونو پر سرغړونو د نړیوالو د څارنې د پراخېدو غوښتنه هم کړې ده.

کورماشېوا د چېک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو، چې مشال راډیو یې هم برخه ده، د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري. پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په میاشت کې نیولې وه.

پر هغې تور دی چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده.

پر کورماشېوا دا تور هم پورې شوی چې هغې د "بهرنۍ اېجنټې" په توګه ځان نه دی راجسټر کړی. د بهرنيو اېجنټانو ثبت د روسیې د هغه قانون لاندې کېږي چې خبریالان او مدني فعالان هدف ګرځوي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله.

د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه یې بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي ول او ويلي‌ يې ول چې هغه ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG