د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کاج ښوونیز مرکز مسوولانو تر خونړي برید نهه ورځې وروسته ویلي دي چې هلته درسي بهیر بیا پیلوي.
د مرکز یوه چارواکي غلام رضا امېد د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، پرېکړه یې کړې چې د اکتوبر له ۱۱مې څخه د زدکړو بهیر بیا پیل کړي.
پر هغه مرکز د سېپټېمبر پر ۳۰مه د کانکور ازمېښتي امتحان پر مهال ځانمرګی برید شوی وو چې پراخ غبرګونونه او مظاهرې وپارولې.
د ځانمرګي برید ذمه واري چا نه وه منلې خو تر دې مخکې پر اهل تشیع هزاره ګانو د زیاتره حملو مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلی وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په رپورټ کې ویلي ول چې په برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ټپیان ول.