د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسود: اسلام اباد پخوانۍ وعدې هم نه دي پوره کړې


د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود

مرکزي حکومت له پښتونخوا حکومت سره اوس د ۱۱۰ اربه روپیو لوظنامه کړې، ځینې پیسې یې ورکړې او پاتې ۷۰ اربه روپۍ يې ورسره منلې دي او هغه هم په څلورو قسطونو کې دي، داسې د څلورو قسطونو لوظنامه يې د اېم اېم اې له حکومت سره هم کړې وه خو پوره نه شوه

د خېبر پښتونخوا حکومت د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه د شریکو ګټو شورا پر غونډه اطمینان ښودلی او زیاتوي چې مرکري حکومت د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په لړ کې لا د وړاندې ژمنه کړې چې پر دغه لار به ټول سهولتونه موجود وي.

د اطلاعاتو لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر مشير او د پښتونخوا حکومت ویاند مشتاق غني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل د شریکو ګټو شورا په غونډه کې د سرشمېرنې ځنډولو پرېکړه ځکه وشوه چې د امنیتي حالاتو له کبله پوځ بوخت دی:

((سرشمېرنه یو ګران عمل دی او د پوځ مرستې پرته ترسره کول مشکل کار دی. خو موږ غواړو چې زر تر زره سرشمېرنه وشي چې د وګړو شمېرنه [آبادۍ] معلومه شي او د مالي پانګو د تقسیم فارمولې له مخې قامي ماليه وویشل شي، د اوبلن ګېس (ایل این جي) په اړه زموږ دریځ په خپل ځای دی او څه رنګ چې دوی موږ ته ویلی ول چې د کاشغر ګوادر مغربي لاره به له ټولو جزیاتو سره جوړوو او په هغه جزیاتو کې د مایعه یا اوبلن ګېس نللیکه هم شامله ده))

خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وايي، د اوبلن ګېس منصوبو منظورولو په ترڅ کې مرکزي حکومت په صوبو باندې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ مشرقي لاره ومنله:

((د مایعه ګېس [ایل این جي] منصوبه یواځې د پنجاب لپاره ده، دا د اقتصادي راهدارۍ برخه وه، مرکزي حکومت دا خبره نه منله چې [ایل این جي] د کوریډور برخه ده خو اوس په دې غونډه کې يې په ټولو صوبو ومنله، اوس به د دوه سوه پنځه شپېته اربه روپیو اوبلن ګېس نللیکه له ګوادره تر لاهوره غزول کېږي، نو دا ډېره دخپګان خبره ده چې نورو صوبو له مرکزي حکومت سره دا خبره ومنله))

بل خوا په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، د شریکو ګټو شورا په غونډه کې مرکزي حکومت خپلې ګټې ترلاسه کړې او وړو صوبو په دغه غونډه کې د پام وړ ګټه ترلاسه نه کړه:

((د وړو صوبو حکمرانانو چې له دغې غونډې کومې هیلې لرلې هغه پوره نه شوې، نو دا غونډه د وفاق په ګټه ځکه شوه چې په دې کې د مرکز ګټې د منصوبو منظوري ورکړل شوه خو د صوبو چې کومې ستونزې وې هغه حل نه کړل شوې))

خو د پښتونخوا حکومت ویاند مشتاق غني وايي، دوی د مشترکه مفادات کونسل تر غونډې وړاندې له مرکزي حکومت سره د بجلۍ ګټې زیاتولو او بقایه جاتو ستونزه حل کړې ده او دا د پښتونخوا د موجوده حکومت لویه لاسته راوړنه ده:

((د شریکو ګټو شورا تر غونډې وړاندې چې زموږ څومره ستونزې وې هغه موږ د مرکزي حکومت د خزانې وزیر سره له وړاندې حل کړې دي، مرکزي حکومت له موږ سره د بجلۍ اویا اربه روپیو بقایه جات منلي دي او د بجلۍ د کال ګټه يې د کال په سر له شپږاربه روپیو ته اتلس اربه روپیو ته رسولې ده، بل زموږ د اضافي ګېس ستونزه وه او موږته د مرکز لخوا اجازه نه وه چې موږپخپله خپل ګېس وکاروو نو هغه اجازه هم موږ ترلاسه کړې ده.))

خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وايي، د بجلۍ بقایه جاتو په لړ کې د مرکز او پښتونخوا ترمینځ تازه تړون یا لوظنامه څه دومره لویه خبره نه ده او په دې کې هم د پښتونخوا حکومت تیروتی دی:

((زموږ وفاق ته د افتاب غلام نبي قاضي فارمولې ترمخه ۳۷۹ اربه روپۍ کېدلې، خو د تېر متحده مجلس عمل [اېم اېم اې] د صوبايي حکومت په دور کې له وفاق سره په ۱۱۰ اربه روپیو جرګه شوې وه او اوس چې له پښتونخوا حکومت سره کومه لوظنامه شوې ده نو دا هم هغه ۱۱۰ اربه روپۍ دي چې مرکز پکې ځینې پیسې ورکړې او پاتې ۷۰ اربه روپۍ يې ورسره منلې دي او هغه هم په څلورو قسطونو کې دي، داسې د څلورو قسطونو لوظنامه يې د اېم اېم اې له حکومت سره هم کړې وه خو پوره نه شوه))

که څه هم د پښتونخوا صوبايي حکومت د شریکو ګټو شورا په غونډه اطمینان لري خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په دغه غونډه کې مرکزي حکومت خپلې ګټې ترلاسه کړې دي او وړې صوبې د خپلو ګټو په ترلاسه کولو کې پاتي راغلي دي-

XS
SM
MD
LG