د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پر ښوونیز مرکز بمي برید ۱۹ کسان وژلي او ګڼ ژوبل کړي دي


په کابل کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د حملې یو ژوبل ماشوم روغتون ته لېږدول کېږي.
په کابل کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د حملې یو ژوبل ماشوم روغتون ته لېږدول کېږي.

د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډيو ته تایید کړه چې مرګژوبله د سپټېمبر پر ۳۰مه د "کاج" په نامه د یوه ښوونیز مرکز زده کوونکو ته اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه، "د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند د کاج په نوم یو کورس کې د چاودنې له امله په تاسف سره زموږ ۱۹ عام بې ګناه زده کوونکي په شهادت رسېدلي او همدارنګه ۲۷ نور زخمیان دي، عاملین زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، ژر ده چې دوی ونیول شي."

په سيمه کې بيا يوشمېر سرچينو مشال راډیو ته ویلي چې د دغه بريد مرګژوبله زیاته ده.

له ابتدايي معلوماتو سره سم، چاودنه د جمعې پر سهار شاوخوا اته بجې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینې پر مهال شوې ده. ویل کېږي چې هغه وخت ۱۵۰ نجونې او هلکان په مرکز کې ول.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې خو مخکې د کابل په لوېدیځ دشت برچي سيمه کې، چې زياتره شیعه هزاره ګان پکې مېشت دي، د ګڼو بریدونو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسله والې خراسان څانګې منلې وه.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې خراسان څانګې له تېرو یوشمېر کلونو راهيسې په کابل او د افغانستان په ځينو نورو سيمو کې ورته بریدونه کړي چې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو حملې پکې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG