د خيبر پښتونخوا په کورمه ضلع کې د یوې ودانۍ پرېوتو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.
ځايي چارواکو پرون (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) مشال راډیو ته وویل چې تېر مازیګر د کورمې په تري تانګ سیمه کې یوه ودانۍ نسکوره شوه.
د ضلعي انتظامیې او د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو په وینا د پرېوتې ودانۍ تر ملبې ۱۶ کسان لاندې شوي ول چې ۱۱ یې په ژوبل حالت کې ژوندي راوایستل شوي خو پينځه کسان پکې مړه شوي ول.
ژوبل کسان د صدې او ډوګر هسپتالونو کې داخل کړل شوي دي.
تري تانګ سیمه د منځنۍ کورمې په مسوزو کې راځي. هلته کورونه خټین دي او تر دې وړاندې هم د ودانیو پرېوتو په پېښو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.