د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د مظاهرو تر شا څه دي؟


په ایران کې د مظاهرو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

په ایران کې د پولیسو په تحویل کې د مهسا امیني په نامه د یوې ښځې د مړینې پرضد په مظاهرو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. ایرانیو اخلاقي پولیسو ۲۲ کلنه امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه مړه شوه. مظاهره چیان وايي، هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې. هلته ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې پر مهال خبري کنفرانس ته ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي. په ایران کې مو د مظاهرو په اړه د پېښور د مینېجمنټ ساینسز انسټيټیوټ د نړیوال دفتر له مشر او د ایران چارو له پوه سکندر خان سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې د مظاهرو لامل څه دی؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG