د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له وجې شاوخوا ۹۰،۰۰۰ څاروي او چرګان وژل شوي


په سیند کې یو کس له خپلو څارویو سره روان دی - پخوانی انځور.
په سیند کې یو کس له خپلو څارویو سره روان دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د څارویو چارو (لایوسټاک) ادارې ویلي چې په صوبه کې د سېلاوونو له وجې تر ۳۶،۰۰۰ زیات څاروي او څه د پاسه ۵۳،۰۰۰ چرګان مړه شوي دي.

د ادارې مشر ډاکتر عالمزېب د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تر ټولو زیات زیان په ډېره اسماعیل خان ضلع کې اوښتی دی. "تر ۵۳،۰۰۰ زیات چرګان مړه شوي دي. په دې کې ۴۰،۰۰۰ د خرڅلاو او شاوخوا ۱۴،۰۰۰ کورني چرګان ول چې مړه شوي دي. دا شان له ۳۶،۰۰۰ زیات مالونه چې پکې مېښې، غواګانې او ګډې بزې شاملې دي، وژل شوې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په پاکستان کې د جون له نیمايي راهیسې د سېپټېمبر تر ۲۲مې پورې په بارانونو او سېلابونو کې تر یو مېلیون زیات څاروي وژل شوي دي.

ادارې په خبره، زیاتره څاروي سېلابونو وړي او ګڼ نور وروسته د ناروغیو او خوړو کموالي له وجې مړه شوي دي. د سېلابونو له وجې تر ټولو زیات څاروي په سیند صوبه کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG