د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او انګلینډ په درېیمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي


د پاکستان لوبغاړي بابر اعظم (ښي لوري ته) او محمد رضوان د سېپټېمبر پر ۲۲مه د منډې پر مهال.
د پاکستان لوبغاړي بابر اعظم (ښي لوري ته) او محمد رضوان د سېپټېمبر پر ۲۲مه د منډې پر مهال.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې د انګلینډ (انګلستان) لوبډلې ته مخامخېږي.

د سېپټېمبر ۲۳مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه پاکستان انګلینډ ته په دویمه سیالۍ کې په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړې ده.

د کراچۍ په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ انګلینډ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

پاکستان هغه هدف په وروستي اوور کې پوره کړ. بابر اعظم په ۶۶ بالونو ۱۱۰ منډې وکړې او محمد رضوان په ۵۱ بالونو ۸۸ منډې جوړې کړې.

د اووه سیالیو د لړۍ په ترڅ کې تر اوسه دوه لوبې شوې دي چې لومړۍ هغه یې انګلینډ ګټلې وه.

د انګلینډ کرکټ ملي لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده او د اکتوبر پر دويمه به د پاکستان پرضد خپله اوومه او وروستۍ سیالي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG