د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلينکن: مارک فريرېکس به ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي


طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فرېريکس تښتولی وو چې هغه مهال د ساختماني پروژو ملکي انجینر وو ــ انځور د اېف بي ای له پاڼې
طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فرېريکس تښتولی وو چې هغه مهال د ساختماني پروژو ملکي انجینر وو ــ انځور د اېف بي ای له پاڼې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنتني بلینکن ويلي چې د مارک فرېريکس په نامه هغه امريکايي وګړی به ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي چې له دوه نیمو کلونو راهیسې طالبانو يرغمل کړی وو.

بلينکن پرون (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) په نيويارک کې يوې غونډې ته وويل چې د نړۍ په هر ځای کې چې کوم امريکايي نيول شوی وي، حکومت به یې د خوشې کولو لپاره همداسې پرېکنده ګامونه اخلي.

امريکايي قراردادي مارک فرېريکس د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ مياشت کې له کابله طالبانو تښتولی وو. هغه پرون (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) د يو لوړپوړي طالب غړي حاجي بشر نورزي په بدل کې خوشې کړل شو. نورزی د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۷ نيم کاله په نيويارک کې بندي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سېپټېمبر پر ۱۹مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، نورزی د امریکايي وګړي مارک فرېريکس په بدل کې خوشې شوی دی. ده وویل، فریرېکس د کابل پر هوايي ډګر له نورزي سره تبادله شو.

طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فرېريکس تښتولی وو. نوموړی هغه مهال د ساختماني پروژو ملکي انجینر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG