د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: طالبان دې تښتول شوی امریکايي انجینر مارک فریرېکس خوشې کړي


جو بایډن ویلي چې طالبان دې مارک فریرېکس سمدستي خوشې کړي - انځور له ارشیفه
جو بایډن ویلي چې طالبان دې مارک فریرېکس سمدستي خوشې کړي - انځور له ارشیفه

د امريکا ولسمشر جو بايډن پر طالبانو غږ کړی چې تښتول شوی ساختماني انجينر او قراردادي مارک فریرېکس دې خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له کابله د مارک فریرېکس د تښتونې دوه کاله پوره شول.

فکر کېږي چې نوموړی چې د امريکا سمندري ځواکونو پخوانی عسکر دی، ښايي له طالبانو سره د تړلې ډلې حقانې شبکې په ولکه کې وي.

سپینې ماڼۍ د جنورۍ پر ۳۰مه په يوه بيان کې ويلي چې د امريکايانو يا د بل کوم "بېګناه" ولسي وګړي امنیت ته ګواښ پېښول "هېڅکله د منلو وړ نه دي" او په خاصه توګه يو څوک "برمته کول ظلم او بزدلي" ده.

په بیان کې راغلي، که طالبان غواړي د مشروعيت په اړه يې غور وشي نو بايد فریرېکس سمدستي خوشې کړي.

بیان زیاتوي چې دا هغه څه دې چې ان خبرې اترې هم ورباندې نه شي کېدای.

طالبانو د سپینې ماڼۍ د بیان په غبرګون څه نه دي ویلي.

د مارک فریرېکس خور شارلین سېکورا د بیان پر خپرولو د جو بايډن مننه کړې ده او ويلي يې دي چې دوی اصلاً غواړي چې "مارک خپل کور ته ستون شي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG