د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قرغیزستان او تاجکستان ځواکونو اوربند کړی خو حالات ترينګلي دي


د تاجکستان او قرغیزستان پر پوله د جګړې سیمه - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.
د تاجکستان او قرغیزستان پر پوله د جګړې سیمه - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.

د قرغیزستان او تاجکستان ترمینځ پر پوله د تازه اوربند باوجود حالات کړکېچن دي ځکه چې دواړه خواوې پر يو بل د ډزو کولو او مرګژوبلې اړول تورونه لګوي.

د دواړو هېوادونو پر پوله شپې مهال حالت نسبتاً ارامه وو خو دواړو خواوو د سېپټېمبر پر ۱۷مه وويل چې پر سرحدي کليو بمباري شوې چې پکې د نورې مرګژوبلې راپورونه دي.

تاجک چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۷مه ناوخته وويل چې قرغيزي ځواکونو د قرغيزستان د اوش سیمې له جونولوي ضلعې څخه ګراد توغندي وېشتلي چې هدف یې د تاجکستان د سیلي اباد ولسوالۍ کليوالۍ سيمې وې.

چارواکي وايي، په دې پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي او درې کورونه ويجاړ شوي دي. دا راپور ازادو سرچینو نه دی تاييد کړی. که تاييد شي نو دا بريد ماسپښن دوه نيمي بجې شوی چې د دواړو خواوو له خوا د اوربند ماتولو ښکارندويي کوي.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه د دواړو هېوادونو استازو په اوربند موافقه وکړه خو د چارواکو په وينا، په سيمه کې حالات لا هم ترينګلي دي.

د دوی شخړه تېره اوونۍ د یوې سرحدي لانجې پر سر پیل شوې وه چې پکې دواړو خواوو ته مرګژوبله شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG