د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سویلي وزیرستان مشرانو له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه وکړه


د جنوبي وزیرستان مشران وايي، حکومت دې د بدامنۍ مخه ونیسي: انځور له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان مشران وايي، حکومت دې د بدامنۍ مخه ونیسي: انځور له ارشیفه

په سویلي وزیرستان کې د ځايي خلکو جرګې پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې د امنیت پرځای کولو ذمه واري دې پوره کړي.

پرون (د سېپټېمبر ۱۶) د واڼه په اعظم ورسک کې د امن جرګې په نامه په دې غونډه کې د سیمې سیاسي، قبایلي مشرانو او دیني عالمانو ګډون وکړ او له ریاسته یې په سیمه کې د امنیت یقیني کولو غوښتنه وکړه.

پر دغه مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د جرګې یو غړي او د عوامي نیشنل ګوند یو مشر ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې د امنیت پر ځای کولو ذمه واري د ریاست ده. نوموړي زیاته کړه چې باید په ریاستي پالیسیو کې بدلون راشي ځکه چې خلک به نور په خپله سیمه کې د بدامنۍ اجازه ورنکړي.

د جرګې ګډونوالو دا هم وویل چې په سویلي وزیرستان کې پولیس او امنیتي ځواکونه د امنیت پرځای کولو کې پاتې راغلي دي او د هدفي وژنو او ترهه ګرو بریدونو لړۍ دوام لري.

بلخوا د سویلي وزیرستان ډېپټي کمیشنر امجد معراج وايي چې په سیمه کې د امنیت پر ځای کول د دوی مرام دی او انتظامیه، پولیس او پوځ د بدامنۍ د مخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

د سویلي وزیرستان امن جرګې دا پریکړه هم وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د سیمې په نورو تحصیلونه کې د امن لپاره جرګې او غونډې راجوړوي او د سیمې د امنیت د غوښتنې نه به هیڅکله هم په شا نه شي.

XS
SM
MD
LG