د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي پنجشېر کې جګړه درېدلې


د طالبانو یو موټر په پنجشېر کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو یو موټر په پنجشېر کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې په پنجشېر کې له یوشمېر ورځو راهیسې روانه جګړه اوس درېدلې ده.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر ۱۳مې شپې مهال مشال راډیو ته وویل، دوه ورځې مخکې په رخه، دره او حصارک ولسوالیو کې له وسله والو سره جګړه روانه وه چې اوس درېدلې ده.

دی وايي، په نښتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۰ یا ۴۱ وسله وال وژل شوي.

ده بیا پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې په درېواړه ولسوالیو کې ۱۰۱ وسله وال نیول شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي د امنیتي وجوهاتو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې طالبانو د مقاومت د ملي جبهې اته وسله وال تر نیولو وروسته وژلي دي.

اخوا د مقاومت ملي جبهې د افغانستان ځايي رسنیو ته ویلي دي چې په نښتو کې یې طالبانو ته هم مرګژوبله اړولې او لسګونه سرتېري یې وژلي دي.

مشال راډيو په خپلواکه ډول د طالبانو د حکومت او د مقاومت جبهې د دعوو تصدیق نه شي کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG