د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو ادعا کوي چې په لکي مروت کې یې د استخباراتي معلوماتو په بنسټکړي عملياتو کې څلور وسله وال وژلي دي.
د لکي مروت پولیسو رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويليچې دا وسله وال یې د سپتمبر په يوولسمه کړي دي. د خبرپاڼې ترمخه پّ تختي خېل سیمه کې شوې دا عمليات پوليسوو او پوځ په شريکه کړې دي.
پولیسو زیاته کړې چې وژل شويو کسانو د ترهګریزو فعالیتونو پلان جوړولو او وسلې یې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغليدي.
پولیسو نه دې ويلي چې د وژل شويو کسانو تعلق د کومې وسله والې ډلې سره دی او نه هم تر اوسه کومې وسلې والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي. په خپلواک ډول د پولیسو د ادعا او خبر سپیناوی نه دی شوی.